که مو همدغسې ټوپک وي او چاړه لاسو کې
یو وخت به ونسي،نړۍ مونږ ته واښه لاسو کې
مونږه تل ښکلو ته ورکړي دي خواږه لاسو کې
خو ښکلو تل مونږ ته راکړي دي ترخه لاسو کې
خوب کې ته ووایې زه تږی یم،راوېښ شم جېګ شم
ستاسو ترکوره پورې دروړمه اوبه لاسو کې
وژل مې نه خوښیږي،نه یې وژنم،پریږده چې وي
له ډېره وخته مې یو مار پروت دی ویده لاسو کې
دلته نفرت دی دومره زور کې چې ژړا درولي
دلته به ګل هم نیسي چا ته زړه نازړه لاسو کې
ته به ترکومې پورې ماته نه سړی وایې او
زه به ترڅو لیکم ستاتوري د نامه لاسو کې
رقیب چې ورشي هیڅ خبره نه وي قدر یې وي
یرغل چې ورشي کاني وي د لوی واړه لاسو کې
انورالحق یرغل